د تاجکستان ولسمشر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه وښوده

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته اندېښنه ښکاره کړه.

رحمان پرون په پلازمېنې دوشنبې کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو د مشرانو په غونډه وویل چې داعش خراسان څانګې او انصارالله ډلې ګواښ رامنځته کړی دی.

په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې چې پرون پای ته ورسېده، د کوربه هېواد تاجکستان ترڅنګ د ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان مشرانو برخه واخیسته او د اذربایجان ولسمشر الهام علییف دې غونډې ته د مشر مېلمه په توګه وربلل شوی و.

تاجکستان د سپټمبر په شپږمه ویلي وو چې د انصارالله درې وسله‌والو هڅه کوله چې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته د اګست په وروستیو کې داخل شي، خو سرحدي ځواکونو وویشتل.

د منځنۍ اسیا په سرمشریزه کې د سرحدونو پر امنیت او د اوبو د انرژۍ د سرچینو پر مدیریت خبرې وشوې.