کرزي د دایمي سولې او د افغانانو ترمنځ پر تفاهم ټینګار وکړ

د عکس ښي لور ته د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او چپ لور ته د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو ځانګړي استازي ټوماس وېسټ پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړي دي.

کرزي په خپله ایکسپاڼه کې پرون ولیکل چې د یوه ویډیو کنفرانس له لارې یې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت، د نجونو او ښځو د کار او زده کړو او له بزګرانو سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.

وېسټ د دې غونډې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو کرزی وایي چې د خبرو پر مهال یې د دایمي سولې او د افغانانو ترمنځ پر تفاهم ټینګار وکړ.