بریتانیا د روسیې واګنر ډله د ترهګرو سازمانو په لېست کې شامله کړه

د واګنر ډلې جنګیالي

د بریتانیا حکومت د جمعې په ورځ د روسیې واګنر وسله‌واله ډله د ترهګرو سازمانو په لېست کې شامله کړه.

د امریکا متحد ایالتونو دا ډله د کال په پيل کې د یوه جنایي سازمان په توګه معرفي کړې وه.

روسي چارواکو تېره میاشت وویل چې د واګنر موسس او مشر یوګني پریګوژین د الوتکې د یوې مرموزې پېښې په ترڅ کې مړ شو.

وروسته تر دې چې د جون په اخره کې پریګوژین د روسیې د جګپوړیو پوځي چارواکو پر ضد د پاڅون مشري وکړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۳کلنې واکمنۍ کې یې تر بل هر وخت سخت ګواښ رامنځته کړ؛ همهغه و چې دا ډله بېلاروس ته ولېږدېده.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې سویلا براورمان مخکې ویلي وو چې واګنر ډله د کریمیلن سیاسي اهداف مخته وړي.