په روسیه کې د امریکا سفیرې د وال‌سټریت ژورنال له بندي خبریال سره لیدلي

د وال‌سټریت ژورنال خبریال ایوان ګیرشکوویچ چې روسیې د جاسوسۍ په تور نیولی او زنداني کړی دی.

د راپورونو له مخې په روسیه کې د متحد ایالتونو سفیرې لین ټریسي د وال‌سټریت ژورنال له خبریال ایوان ګیرشکوویچ سره ولیدل.

ګیرشکوویچ د مارچ په میاشت کې د جاسوسي په تور ونیول شو، دی دا تور ردوي.

په مسکو کې د امریکا سفارت پرون په خواله رسنیو کې وویل چې د ګیرشکوویچ صحت ښه دی او له خبرونو ځان خبروي.

سفارت د ګیرشکوویچ د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

روسیې د شواهدو له وړاندې کولو پرته ادعا کړې ده چې ګرشکوویچ هڅه کوله چې د یکاترینبرګ د سفر پر مهال پوځي رازونه ترلاسه کړي.

وال‌سټریت ژورنال دا ادعا رد کړې ده.