سرګي شویګو: د روسیې سمندري ځواکونو دوه نوې کښتۍ ترلاسه کړي

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو نن جمعه وویل، د روسیې سمندري ځواکونو دوه نوې کښتۍ ترلاسه کړي او د روان کال تر پایه به ۱۲ نورې هم ترلاسه کړي.

دا خبره د روسیې ریا خبري اژانس کړې ده.

په ورته وخت کې د روسیې تاس خبري اژانس د شویګو له خولې ویلي چې هېواد یې نوي اټومي اوبتلونه او بې سپرلیو اوبتلونه جوړوي.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جولای په میاشت کې ویلي وو چې د روسیې سمندري ځواکونه به په ۲۰۲۳ کال کې ۳۰ نوې کښتۍ ترلاسه کړي.

خو دفاع وزیر له ۳۰ څخه ۱۴ ته د کښتیو د کمولو په اړه څه ونه ویل.