طالبانو په غور کې د یوې موسسې ۱۸ کارکوونکي نیولي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د غور ولایت موقعیت

د 'ای اې ایم' یا نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم یو سازمان تایید کړې ده چې په غور ولایت کې یې د یو بهرني کارکوونکي په شمول اتلس کارمندان نیول شوي دي.

دې سازمان نن په یوې اعلامیې کې د طالبانو له‌خوا پر دې نیونې د خواشینۍ څرګندولو سربېره ویلي چې درې کارکوونکي یې چې په کې یو بهرنی او دوه افغانان وو د سپټمبر په ۳مه نېټه نیول شوي او د سپټمبر په ۱۳مه نېټه یې ۱۵ تنه نور افغان کارکوونکي هم له همدې دفتر څخه نیول شوي دي.

د دې خیریه بنسټ په وینا، نیول شوي کارکوونکي یې طالبانو کابل ته انتقال کړي دي.

په غور کې ځايي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې دا کسان د دې ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې له خپل کاري دفتر نیول شوي چې په شپږ مېرمنې هم په کې شاملې دي.

همدارنګه نیول شوی بهرنی کارمند یو امریکايي بلل شوی چې دغلته یې د معلولینو سره د مرستې لپاره کار کاوه.

د 'ای اې ایم' موسسې په خپله اعلامیه کې ویلي چې دوی ته د دوی د کارکوونکو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي او له دې هم نه دي خبر چې ولې یې همکاران نیول شوي دي.

خو په غور کې د طالبانو د اطلاعاتو فرهنګ رییس مولوي عبدالحی زعیم ازادي راډیو ته د دې کسانو نیول کیدل تایید کړي او ادعا یې کړې چې ګوندې دې کسانو عیسویت ته تبلیغ کاوه.

نوموړي ویلي چې د دې کسانو د نیولو چاره له کابله سنبال شوې ده.

په کابل کې د طالبانو استخباراتي او امنیتي چارواکو تر اوسه د دې کسانو د نیول کېدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د نړیوال مرستندویه ماموریت په نوم دا سازمان وايي، له ۱۹۹۶م کال راهیسي افغانستان کې کار کوي او میلیونونو افغانانو ته یې د روغتیا، تعلیم او ټولنیزې پراختیا په برخو کې خدمات وړاندې کړي دي.