عراق د سوریې له الهول کمپ څخه د خپلو وګړو ستنول چټکوي

د الهول کمپ یوه څنډه

عراق هڅه کوي، چې د سوریې په شمال ختیځ کې له هغه کمپ نه چې په لسګونو زره کسان په کې دېره دي، د خپلو وګړو ستنول چټک کړي.

ډېری دغه کسان د اسلامي دولت ډلې یا داعش د جنګیالیو یا هم ملاتړو ښځې او ماشومان دي.

بغداد هیله لري چې په دې اقدام سره به د پولې په اوږدو کې د افراطي وسله‌والو خطر کم او بلاخره دغه تاسیسات وتړل شي.

وروسته له هغې چې د کردانو په مشرۍ جنګیالیو چې امریکا یې ملاتړ کاوه، د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې داعش ډله په سوریه کې ماته کړه، د دې ډلې اعلان شوی خلافت یې هم ختم کړ.

هغه وخت د دې ډلې په زرګونو جنګیالي او د کورنیو غړي د الهول په نوم کمپ ته ولېږل شول چې ډېری یې د عراق وګړي وو.

د عراق چارواکي دې کمپ ته چې د عراق او سوریې پر پوله پروت دی، د عراق امن ته د جدي خطر په سترګه ګوري.