'مطیع‌الله ویسا' او دوه نور فعالان د ۲۰۲۳ کال د ساخاروف جایزې ته نومول شوي

د قلم لار ټولنې بنسټ مطیع الله ویسا څو میاشتې کېږي چې د طالبانو په بند کې دی.

د اروپايي پارلمان یوې غړې حنا نیومن پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې د زده کړو د حقونو درې افغان فعالان د ۲۰۲۳ کال د ساخاروف جایزې ته نومول شوي دي.

د قلم ټولنې موسس مطیع‌الله ویسا، پرستو حکیم، او مرضیه امیري هغه درې افغانان دي چې د زده کړو د حق لپاره د هڅو په خاطر دې معتبرې جایزې ته کاندید شوي دي.

اغلې نیومن په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي: "دا زړه ور کسان پټ ښوونځي اداره کوي، لېرې سیمو ته سفر کوي او له لېرې د زده کړو اسانتیا برابروي."

حنا نیومن د اروپايي پارلمان له ۵۰ نورو غړیو سره یوځای پرېکړه کړې چې مطیع‌الله ویسا، مرضیې امیري او پرستو حکیم د ساخاروف جایزې ته ونوموي.