طالبان: د پاکستان له محبسونو ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي

د کراچۍ د یوه زندان څنډه

په تېرو ۵ ورځو کې د پاکستان له محبسونو څخه ۱۲۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا کسان له دې سره سره په پاکستان کې نیول شوي وو چې قانوني اسناد یې لرل.

دغه وزارت په عین حال کې ویلي چې په تېرو ۷ ورځو کې د پاکستان امنیتي ادارو تر ۵۰۰ ډېر اسناد لرونکي او بې اسناده افغان کډوال نیولي دي.

پاکستان په وروستیو ورځو کې، په تېره بیا په تورخم کې له نښتې وروسته په خپله خاوره کې د افغان کډوالو نیولو ته زور ورکړی دی.