په پاکستان کې بندي افغانانو د دوی د خلاصون غوښتنه وکړه

پاکستاني پولیسو تېرو ورځو راهیسې سلګونه افغانان بندیان کړي دي.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نیول شویو افغانانو د پاکستان او طالبانو له حکومتونو غوښتي چې د دوی د خلاصون لپاره دې ګام پورته کړي.

یو شمېر دغو بندیانو د ازادې اروپا مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې ناروغان دي او د علاج لپاره پاکستان ته تللي وو.

له دې ډلې یو افغان بندي عزیزالرحمن وویل: "ما څلور میاشتې تېرې کړي. زموږ درخواست له حکومته او قاضیانو دی چې موږ ته برائت راکړي. موږ په تکلیف کې یوو. ناروغان یوو. ما عملیات کړی. دا نور هم ناروغان دي."

په کراچۍ کې د سپټمبر له نهمې راهیسې تر ۳۰۰ زیات افغانان نیول شوي او پولیس وايي، یوازې هغه کسان نیسي چې قانوني اسناد نه لري.

ځینې دا بندیان بیا ادعا کوي چې هره ورځ تر دوو سوو نوي افغان بندیان زندان ته راوستل کېږي.