کیم جونګ اون: شمالي کوریا د روسیې د امنیتي ګټو دفاع کوي

د عکس ښي لور ته د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خبرو پر مهال.

د شمالي کوریا مشر وایي چې د روسیې د امنیتي ګټو دفاع به وکړي.

ده په دې برخه کې څه شرط او قید وړاندې نه کړ.

کیم جونګ اون دا خبرې پر اوکراین د روسیې برید ته په اشارې سره نن د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې پر مهال وکړې.

کیم جونګ اون پرون روسیې ته ولاړ.

واشنګټن اندېښنه څرګنده کړې چې روسیې ته د کیم جونګ اون د دې سفر په ترڅ کې ولادیمیر پوتین له شمالي کوریا څخه د وسلو او تجهیزاتو د ترلاسه کولو لټه کوي چې د اکراین په جګړه کې استفاده ترې وکړي.

د روسیې له ولسمشر سره د شمالي کوریا مشر څو ساعته وروسته تر دې وکتل چې د جنوبي کوریا د چارواکو په وینا، پیونګ یانګ د سمندر لور ته دوه بالستیک توغندي وویشتل.