ښايي په امریکا کې اوکرایني پیلوټان د روان کال له پای ته رسېدو مخکې وروزل شي

ایف شپاړس جېټ الوتکه

د امریکا د پوځ یو جګپوړی چارواکی وايي، ښايي د ایف شپاړس جنګي جېټ الوتکو لومړني اوکراینی پیلوټان د روان کال له پای ته رسېدو مخکې وروزل شي.

د امریکا د هوايي ملي ګارډ قوماندان ډګر جنرال مایکل لوه پرون د سپټمبر ۱۲مه نېټه په مریلنډ ایالت کې د هوايي ځواک د اتحادیې کلنۍ غونډې ته د وینا پر مهال دا څرګندونې وکړې.

تمه ده چې اوکرایني پيلوټان تر اکټوبر میاشتې د اریزونا ایالت په ټوکسون ښار کې د ملي هوایي ګارډ پوځي اډې ته ورسېږي.

اوکراین په دې هڅه کې دی چې تر پنځوسو پورې ایف شپاړس F-16 جنګي الوتکې ترلاسه کړي.

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې په پام کې ده اوکراین ۴۲ دا ډول الوتکې ترلاسه کړي.