د کډوالۍ نړیوال سازمان: راستنېدونکي افغانان له تر ټولو زیانګالو ډلو دي

ارشیف: له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي یو شمېر افغانان

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، راستنېدونکي افغانان په افغانستان کې له تر ټولو زیانګالو ډلو دي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون په خپل اکس شبکه کې لیکلي چې یوازې د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د دوی ګمارل شویو ډلو ۵۰زره ۷۴۷ راستنو شویو ته د نقدو پیسو، خوړو او د کور د ضروري وسایلو مرستې برابرې کړي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، دغه افغانان د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تېره اوونۍ له ایران او پاکستانه د څه باندې ۲۰۰۰ افغانانو د ستنېدو خبر ورکړی و.