ایټالیا د لیبیا سېلاب ځپلو ته مرستې لېږي

په لیبیا کې د سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې په پام کې لري، لیبیا ته چې په وروستیو ورځو کې سختو اورښتونو او توفانونو سخت زیانمن کړی، مرستې ولېږي.

انټونیو تاجاني پرون سې شنبه په خپل اکس شبکه کې لیکلي، د ایټالیا حکومت د لیبیا په ختځ کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره مرستې ته سم د لاسه لبیک ووایه.

هغه ویلي، د ایټالیا د ارزونې یوه ډله له مخکې لیبیا ته روانه شوې ده چې خپلې چارې د ملکي خوندیتوب له قطعې سره همغږي کوي.

د راپورونو له مخې د لیبیا په ختیځ کې تر سختو اورښتونو او سېلابونو وروسته شاوخوا ۱۰زره کسان تري تم دي.

د لیبیا چارواکو پرون سې شنبه وویل، تر اوسه د څه باندې ۲۳۰۰ کسانو مړي ترلاسه شوي دي، خو د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي په لیبیا کې ښايي د مړو شمېر خورا لوړ وي.

په وروستیو ورځو کې د یونان، ترکیې او بلغاریا په ځینو برخو کې هم د دې توفان له کبله د لږ تر لږه ۲۷ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.