د پولنډ حکومت پرون سې شنبه موافقه وکړه، که څه هم د اروپايي ټولنې د محدودیت موده راروانه جمعه یعنې د سپټمبر پر ۱۵مه ختمېږي، خو پولنډ به د اوکراین د غله جاتو پر واردولو لګول شوی بندیز په یو اړخیز ډول وغځوي.
د پولنډ حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي: "پرته له دې چې د اروپايي کمېسیون بلې پرېکړې ته پام وشي، موږ به د اوکراین غله جاتو ته خپل سرحد نه پرانېزو."
تر دغو څرګندونو وروسته د اوکراین صدراعظم دینیس شمیهال پرون وویل، چې اوکراین به د پولنډ د دې یواړخیزې پرېکړې په وړاندې قانوني اقدام وکړي.
پولنډ، هنګري او سلواکیا له اروپايي ټولنې سره موافقه کړې، چې د خپلو کورنیو زراعتي تولیداتو او محلي مارکېټ د ملاتړ لپاره د سپټمبر تر ۱۵مې د اوکراین د غله جاتو پر واردولو بندیز ولګوي.
په اوکراین کې جګړه او د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غله جاتو له صادراتو سره ستونزې د دې سبب شوې، چې اروپايي ټولنه د اوکراین د غله جاتو د صادراتو په عمده ټرانزیټي لار بدله شي.