د سویډن ملي راډیو وايي چې د سویډن حکومت اوکراین ته د ګریپن ډوله جنګي جېټ الوتکو پر ورکړه غور کوي چې د روسیې په وړاندې په مبارزه کې یې وکاروي.
دغې راډیو پرون سې شنبه د ځینو سرچینو په حواله چې خپل نومونه یې نه دي اخیستي، راپور ورکړی، چې د سویډن حکومت د نورو مسایلو تر څنګ غواړي پوه شي چې دغه اقدام خپله د سویډن پر دفاعي وړتیا څومره اغېز کوي او په کوم سرعت کولی شي ګریپن ډوله الوتکې اوکراین ته وسپاري.
د راپورونو له مخې د سویډن حکومت ممکن تر پنج شنبې پورې د خپل هېواد له وسلهوالو ځواکونو وغواړي چې دغه موضوع په رسمي ډول مطرح کړي.