لیبیا کې مرګوني سېلابونه؛ د مړو شویو شمېر تر ۲۳۰۰ کسانو اوښتی

د سېلابونو سختو ویجاړیو د مدیترانې سمندرګي دغه ساحلي ښار چې شاوخوا یولک کسان په کې ژوند کوي، ډېر وځاپه.

د لیبیا په درنا ښار کې د عاجلو خدماتو اداره وايي، د لومړنیو شمېرو له مخې په وروستي توفان کې د مړو شمېر تر ۲۳۰۰ زیات دی.

وروسته له هغې چې ویجاړوونکو سېلابونو د لیبیا په ختیځ کې د ساحلي ښار درنا پر سیند جوړ شوي بندونه او پلونه ویجاړ کړل، په نتیجه کې یې په زرګونو کسان مړه او زرګونه نور تري تم شول.

د سېلابونو سختو ویجاړیو د مدیترانې سمندرګي دغه ساحلي ښار چې شاوخوا یولک کسان په کې ژوند کوي، ډېر وځاپه.

څو پوړیزې ودانۍ ونړېدې، د استوګنې کورونه او موټرونه په څپانده اوبو کې ډوب شول.

په لیبیا کې د بشري غمیزې په اړه د نړۍ د اندېښنو له پراخېدو سره ځینو هېوادونو ویلي چې دغه جګړه ځپلي هېواد ته ډېر ژر، مرستندویې او ژغورونکې ډلې لېږي.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي په لیبیا کې دغه پېښ شوی سېلاب له پراخې غمیزې سره تشبیه کړ.

په لیبیا کې د بشري غمیزې په اړه د نړۍ د اندېښنو له پراخېدو سره ځینو هېوادونو ویلي چې دغه جګړه ځپلي هېواد ته ډېر ژر، مرستندویې او ژغورونکې ډلې لېږي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون سې شنبه په انقره کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ترکیه به د لیبا تر څنګ وي.

هغه وايي: "له لویه خدایه هغو ورونو او خویندو ته چې د سېلابونو او توفان له کبله په لیبیا کې مړه شوي، د مرحمت غوښتنه کوو. له سیمې د رارسېدلو اطلاعاتو له مخې داسې ښکاري چې واقعاً یوه پراخه طبیعي غمیزه پېښه شوې ده. د ترکیې په حیث، چې تر اوسه د لیبیا د خلکو تر څنګ درېدلي یو، په دې سختو ورځو کې بیا هم په ټولو امکاناتو د خپلو وروڼو تر څنګ درېږو."

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو تاجاني پرون په خپل اکس شبکه کې لیکلي، هېواد یې د لیبیا په ختیځ کې د سېلاب ځپلو د لاسنیوي لپاره د بشري مرستو په لېږلو سره اقدام کړی او لیبیا ته یې د ارزونې یوه ډله لېږلې ده.

د سره صلیب او سرې میاشتې ګډ فډراسیون یوه کارکوونکي تامر رمضان ویلي، د دوی درې رضاکاران د دغو سېلابونو له کبله مړه شوي دي.

هغه ویلي، د خپلو مستقلو سرچینو پر اساس دا تاییدوي، چې تر اوسه د تري تم شویو کسانو شمېر تر لسو زرو زیات دی.

درنا ښار د بنغازي د ختیځ په ۲۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی، چې شاوخوا یې غونډۍ دي او په دوبي یا اوړي کې یې سیند وچ وي، خو وروستي سېلاب څو لوی پلونه ونړول او سخت ځاني یا هم مالي زیانونه یې واړول.

د صدراعظم عبدالحمید دبیبیه په مشرۍ د لیبیا هغه حکومت چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي له دوشنبې د درېیو ورځو لپاره ملي ویر اعلان کړی او د لیبیا د ټولو خلکو ترمنځ یې پر یووالي ټینګار کړی دی.