د ملګرو ملتونو یو کمېشنر په افغانستان کې بشري حقونه په ډېر بد وضعیت کې وبلل

ارشیف: په کابل کې د یو شمېر معترضو ښځو د اعتراضیه غونډې انځور

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ټرک وایي، په افغانستان کې بشري حقونه په ډېر خراب وضعیت کې دي او د میلیونونو ښځو، نارینه‌وو، نجونو او هلکانو ژوند یې سخت اغېزمن کړی دی.

ټرک دغه څرګندونې نن په جینوا کې د بشري حقونو د شورا ۵۴مې غونډې ته په وینا کې وکړي او ویې ویل چې د لسیزو جګړو په دې هېواد کې د بشري حقونو د سرغړونو له زیاتوالي سره مرسته کړې ده.

هغه زیاته کړه، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له رسېدو راهیسې د افغانانو په تېره د ښځو او نجونو پر حقونو او آزادیو سیستماتیک بریدونه کړي دي.

په غونډه کې له محاکمې پرته وژنې، شکنجه او ناوړه چلند، خپلسري نیول او د رسنیو محدودیت نورې سرغړونې وبلل شوې.

د ټرک په وینا، افغانستان په یوه جدي بشري او اقتصادي بحران کې هم ښکېل دی چې د نفوس دوه پر درېیمه برخه یې اوس مرستې ته اړتیا لري.