طالبانو په سرحد کې د وروستۍ شخړې په اړه د پاکستان د ملامتۍ ادعا رد کړه

د تورخم دروازې یوه څنډه

د طالبانو حکومت د پاکستان د حکومت هغه ادعا رکړه چې په سرحد کې د وروستۍ شخړې ملامتي یې پر افغانستان اچولې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د طالبانو حکومت تورن کړ چې تورخم پولې ته څېرمه یې په ناقانونه توګه ودانۍ جوړولې او بې توپیره او لمسونکې ډزې یې پیل کړې وې.

هغې یوځل بیا ادعا وکړه چې افغانستان له خپلې خاورې ترهګرو ته اجازه ورکوي چې پرپاکستان بریدونه وکړي.

د طالبانو حکومت له دې مخکې ویلي وو چې سرحدي ځواکونو یې د تېرې چهارشنبې په ورځ په خپله خاوره کې یوه پخوانۍ پوسته رغوله چې پاکستاني ځواکونو پرې ډزې وکړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن اسوشېټېډپرېس اژانس وویل: "په سرحدونو کې ځینې وختونه دا ډول پېښې پېښېږي، خو په دغه وروستي مورد کې دا موږ نه و چې برید مو پیل کړ. کله چې پر موږ حمله وشوه، له خپل ځانه مو دفاع وکړه او دا زموږ حق دی."

هغه زیاته کړه، دا د خواشینۍ ځای دی چې پاکستان نه شي کولای خپل امنیت ټینګ کړي او د خپلو ستونزو ملامتي پر افغانانو اچوي.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د وروستیو څرګندونو د غندنې ترڅنګ ویلي چې د پاکستان کورنۍ ستونزې د دې هېواد خپلې ستونزې دي او حل لارې یې باید د پاکستان د ننه ولټول شي.

په تورخم کې د دغې پېښې له امله نن اومه ورځ ده چې د تورخم دروازه تړلې او دواړه لورو ته پر سلګونو مسافرو سربېره په خوراکي او نورو په تیره تازه مېوو بارسلګونو لارې بندې پاتې دي.