افغان نابینا لوبغاړي د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي

افغان نابینا لوبغاړی له مډالونو ګټلو وروسته له خپلو ماشومانو سره

د ځغاستې په څلور سیالو کې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري د سرو زرو څلور مډالونه ګټلي دي.

نوري ازادي راډیو ته په رالیږلي پیغام کې ویلي چې یادې سیالۍ په جرمني کې ترسره شوې چې د ۲۱ هېواودنو ۵۰۰ لوبغاړو په کې ګډون درلود.

د نوري په وینا چې هغه د ځغاستې په بېلابېلو سیالیو کې ګډون وکړ او په ټولو سیالیو کې یې اتلولۍ وګټلې.

نوموړی به د لامبو وهلو په سیالیو کې هم برخه واخلي.

باید وویل شي چې نوري تر دې وړاندې هم د ځغاستې او لامبو وهلو په بېلابېلو سیالیو کې ګډون کړی او اتلولۍ یې ګټلي دي.