طالبانو د بهرنیو اسعارو د کارولو لپاره خلکو ته دوه نیمې میاشتې مهلت ورکړی

ارشیف: په افغانستان کې د صرافۍ یو دوکان

د طالبانو حکومت په هېواد کې د ملي پولي واحد افغانۍ د عامولو په هدف د اقداماتو په ترڅ کې د بهرنیو اسعارو د کارولو لپاره خلکو ته دوه نیمې میاشتې مهلت ورکړی دی.

د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي دا مهلت پرون اعلان کړ او ویې ویل د افغانۍ د دودولو پروسه د وږي په اوومه د هېواد له جنوب لوېدیځ زون څخه پیل شوې ده.

د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري په یوه وینا کې چې پر ملي تلوېزیون خپره شوه خلکو ته خبرداری ورکړ چې باید په تجارتي راکړه ورکړه کې افغانۍ د بهرنیو اسعارو له کارولو ډډه وکړي که نه له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په ختیځو او جنوبي ولایتونو کې پاکستانۍ روپۍ او په لوېدیځو ولایتونو کې د ایران ریال تر افغانۍ زیات کارول کېږي.

د افغانستان بانک په یوه جلا بیان کې اعلان کړی چې د افغانۍ د ارزښت د پیاوړتیا لپاره د چارشنبې په ورځ ۱۵ میلیون ډالر په آزاد بازار کې لیلاموي.