د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیلوي

د پاکستان د یوه زندان مخې ته د پولیسو او د هغوی د موټر انځور

د پاکستان سرپرست صدراعظم وايي چې حکومت یې د افغان کډوالو د نیولو لپاره اقدامات پیلوي.

انوارالحق کاکړ له آج تلوېزیون سره په پرونۍ مرکه کې ټینګار وکړ چې دا کار یوازې د غیرقانوني کډوالو د نیولو لپاره کېږي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د چارشنبې ورځې تر نښتې وروسته پولیسو په کراچۍ او ځینو نورو ښارونو کې له ۲۵۰ زیات افغان کډوال نیولي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو مدافع وکیلي منیزې کاکړ ازادي راډیو ته وویل، پولیسو پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې له ۱۵۰ زیات افغانان ونیول چې ۱۳۰ تنه یې محکمې ته وړاندې شوي دي.

له بلې خوا د سند ایالت والي هغو افغانانو ته چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري خبرداری ورکړی چې په دوو اوونیو کې دې له پاکستانه ووځي که نه په لس کاله بند به محکوم شي.