د شمالي کوريا مشر روسيې ته رسېدلی

د شمالي کوريا مشر کیم جون اون

د راپورونو له مخې د شمالي کوریا مشر کیم جون اون له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې لپاره روسیې ته رسېدلی دی.

د روسیې ریا نووستي خبري آژانس نن هغه تصویرونه خپاره کړل چې د آژانس د راپور له مخې کیم د آرام سمندر په ساحلي سیمه پریمورسکي کرای کې په اورګاډي کې د سفر په حال کې ښيي.

د کریملین له خوا د خپرو معلوماتو له مخې تمه ده چې د شمالي کوریا مشر به په راروانو ورځو کې له پوتین سره وګوري.

په غالب ګومان دا لیدنه به د پریمورسک په بندري ښار ولادي واستوک کې وشي.

امریکايي چارواکو ویلي، داسې مهال چې اوکراین له روسیې سره د جګړې په ډګر کې ځوابي عملیات پیل کړي او یو لړ پرمختګونه یې هم کړي دي، پوتین به په دې کتنه کې احتمالا له پیونګ یانګ څخه د وسلو او توپخانې غوښتنه وکړي.