په جرمني کې د 'تمنا زریاب پریاني' اعتصاب دوام لري

تمنا زریاب پریاني د اعتصاب پر مهال

نن د افغانستان د ښځو د حقونو د فعالې تمنا زریاب پریاني د خوراکي اعتصاب دولسمه ورځ ده.

تمنا زریاب پریاني چې د طالبانو له خوا په مظاهرو کې د ګډون په تور زنداني او د راپورونو په اساس شکنجه شوې وه، ټینګار لري چې له طالبانو سره مالي مرستې چې د دې په خبره د دغه جنسي اپارټایډ د رژيم د دوام یو اساسي عامل دی باید ژر تر ژره ودرول شي.

تمنا زریاب پریاني چې څو میاشتې مخکې له افغانستان راوتلې اوس یې په جرمني کې خوراکي اعتصاب کړی.

له اغلې پریاني سره پرون د جرمني د بهرنیو چارو وزارت استازي ګیورک کلوسمان لیدلي او د راپورونو له مخې هغې ته یې ویلي چې کابل ته د بشري مرستو په اړه به د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه خپره کړي.

د تمنا زریاب پریاني د لیدلو او د هغې د اعتصاب د ملاتړ لپاره پرون د تعلیم د حقونو فعال ضیاالدین یوسفزي او ګڼو نورو فعالانو هم لیدلي وو او په یوې اعتراضي غونډه کې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو ملاتړ ودروي.