د افغانستان او هانګ کانګ د فوټبال د ۲۳کلنو ملي لوبډلې سیالي لري

د افغانستان د فوټبال ۲۳ کلنو لوبډله

د افغانستان او هانګ کانګ د فوټبال د ۲۳کلنو ملي ټیمونه نن سه شنبه په تاشکند کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

لوبه د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلور نیمو بجو پیلېږي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون اعلان کړی چې دواړه ټیمونه په یوه تدارکاتي سیالۍ کې سره مخامخېږي او دا لوبه یې د اسیا جام ته له پرمختګ سره مرسته نه کوي.

دا جام ۲۰۲۴ کال کې په قطر کې ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټبال ۲۳کلنې لوبډلې له هانګ کانګ سره تر لوبې مخکې ایران او ازبکستان ته خپلې لوبې بایللي دي.

د هانګ کانګ لوبډلې هم له ایران او ازبکستان نه ماتې خوړلې ده.

د همدې ماتو له کبله د افغانستان او هانګ کانګ لوبډلې د قطر د ۲۰۲۴ کال جام ته له لار موندلو بې برخې شول.