امریکا کې د سپټمبر د ۲۲مې کالیزې یاد غونډه؛ بایډن: د امریکا کرکټر نه بدلېږي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

امریکایانو د دوشنبې په ورځ پر دغه هېواد د سپټمبر یوولسمې د تروریستي برید د ۲۲مې کالیزې یاد ونمانځه.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱برمته کوونکو له مسافرو ډکې دوه الوتکې په نيويارک کې د نړيوال سوداګريز مرکز له برجونو سره وجنګولې.

درېیمه الوتکه په پنسلوانیا ایالت کې ولوېده او څلورمه یې په واشنګټن کې د پنټاګون مرکزي دفتر ته څېرمه ولګېده.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپل ایکس پاڼه لیکلي: "موږ نن هغه ۲۹۷۷ ارزښتناک خلک چې د سپټمبر یوولسمې '۱۱/۹' له موږ ولوټل یادوو او هغو ټولو شیانو باندې تم کېږو چې د سپټمبر هغه سهار په ایرو او لوګو کې ورک شول. دوه ویشت کاله وړاندې د امریکا داستان بدل شو، خو هغه څه بدل نه شول او نه به بدلېږي هغه د دغه ملت کرکټر دی."

د ولسمشر مرستیال کمالا هارس او نورو چارواکو دغه ورځ د دغو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره په یوه غونډه کې ونمانځله.

په دغو بریدونو کې په هغه وخت کې نږدې درې زره امریکایان ووژل شول او له هغه وروسته د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ترهګرۍ پر ضد نړیواله جګړه اعلان کړه او پر افغانستان یې د برید امر وکړ.

د دغو بریدونو طراح او القاعدې مشر اسامه بن لادن هغه وخت افغانستان کې و.

بن لادن چې وروسته پاکستان ته په تېښته بریالی شوی و په ۲۰۱۱ کال کې د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال د پاکستان په ایبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.