د شمالي کوریا رهبر روسیې ته روان شوی

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره د لیدنې لپاره روسیې ته روان شوی.

کیم جونګ اون په خپل زغروال او ځانګړي ټرېن کې روسیې ته سفر کوي.

د کیم جونګ اون زرغون بخونی ټرېن د مرمۍ ضد او په بېلابېلو دفاعي او پرمختللیو امنیتي وسایلو سمبال دی.

کرملین تایید کړې ولادمیر پوتین راتلونکو ورځو کې له کیم جونګ اون سره ګوري.

شمالي کوریا له هغو په ګوتو شمارو هېوادونو ده چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله یې د مسکو ملاتړ کړی او ادعا کوي چې د لوېدیځ غچ اخیستونکی دریځ د اوکراین پر خاورې د روسیې د برید لامل شوی.

کیم دا سفر شمالي کوریا ته د امریکا له هغو خبرداریو سره سره کوي چې روسیې ته د وسلو له ورکړې ډډه وکړي.

د مسکو او پیونګ یانګ له انکار سره سره امریکا ټینګار لري چې د روسیې د پوځ د وسلو د تامین په هدف له شمالي کوریا سره خبرې په فعاله توګه مخته روانې دي.