ګروسي: د ایران د اټومي فعالیتونو په اړه یو ډول عادي وضعیت رامنځته شوی

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وايي چې د ایران د اټومي پروګرام له مسئلې سره د دې سازمان د غړو د لېوالتیا د کمېدو له کبله اندېښمن دی.

هغه د دې هېوادونو نومونه یاد نه کړل.

ګروسي نن په ویانا کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشرتابه د بورډ د غونډې په لومړۍ ورځ وویل، اندېښمن له دې کبله دی چې د ایران د روانو اټومي فعالیتونو په اړه یو ډول عادي وضعیت رامنځته شوی.

ګروسي وايي ،دی ځکه اندېښنه لري چې د ایران د اټومي پروګرام وضعیت هماغه دی چې پخوا و، او کوم بدلون نه دی په کې راغلی.

ډيپلوماتیکې سرچینې وايي، متحدایالات او ملګري یې بریتانیا، فرانسه او جرمني په روانه اوونۍ کې کوم پلان نه‌لري چې د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د نه همکارۍ له کبله پر ایران انتقاد وکړي.