په پېښور کې د بمي چاودنې له کبله یو سرتېری وژل شوی

د پاکستان پر سرحدي ځواکونو د شوې چاودنې له کبله د یوه سرتېري له وژل کېدو سربېره اووه نور ټپیان شوي هم دي.

د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي نن د پېښور پر ورسک روډ بمي چاودنه کې د سرحدي ځواکونو 'ایف سي' يو سرتېری وژل شوی دی.

د ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ وياند بلال فیضي نن د سپټمبر په ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په یوولسو بجې شوې چاودنه کې ۷ نور سرتېري او ۳ عام وګړي ټپیان شوي هم دي.

د چارواکو په خبره، ژوبل کسان د پېښور 'سي ایم ایچ' روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' د برید مسوولیت منلی دی.

په خیبر پښتونخوا کې وسله‌وال بریدونه په داسې حال کې ډېر شوي چې د کورنيو چارو سرپرست وزير سرفراز بګټي پرون د سپټمبر په ۱۰مه وويل چې ترهګري د اندېښې تر کچې نه ده زیاته شوې.

هغه په اسلام اباد کې په يوه خبري غونډه کې زیاته کړه چې امنيتي ځواکونه د وسله‌والو د بيا راپورته کېدو مخنيوي لپاره بیداره دي.