د شمالي کوریا مشر د روسیې ولادیفوستوک ښار ته روان شوی

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او چپ لور ته د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون

راپورونه وایي چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د لیدو په هدف د روسیې ولادیفوستوک ښار ته روان شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د شمالي کوریا او روسیې رسمې سرچینو تراوسه د سفر تایید نه دی کړی، خو د جنوبي کوریا یوې رسنۍ د یوې سرچینې په حواله ویلي چې د نوموړي سفر نن دوشنبه پيل شوی.

ولادیفوستوک د روسیې او شمالي کوریا ګډې پولې ته په ۱۳۰ کیلو متري واټن کې پروت ښار دی.

خبر کې راغلي چې کیم جونګ اون دغه سفر د ټرین په وسیله کوي او ټرین یې ولادیفوستوک ته خوځېدلی دی.

بل لورته ویل شوي چې په ولادیفوستوک کې په بې‌ساري ډول امنیتي تدابیر نیول شوي او ځایي خلکو ویلي چې د کیم جونګ اون هرکلي ته په تمه دي.

تر دې وړاندې سپینۍ ماڼۍ اندېښنه ښودلې وه چې د شمالي کوریا او روسیې مشران به په خپلو لیدو کتو کې د وسلو پر معاملې موافقه وکړي.