د بلوچستان چارواکو ۶۰ افغانان د نشه‌يي موادو د ساتلو او قاچاق په تور نيولي

ارشیف: د پاکستان پولیس

د بلوچستان حکومتي چارواکي وايي چې ۶۰ افغانان یې د نشه‌يي موادو د ساتلو او قاچاق په تور نيولي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان محمد اڅکزي پرون د سپټمبر پر لسمه د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې دا کسان په تېرو دوو ورځو کې په قلعه عبدالله او پشین کې نيول شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په تېرو پنځو کلونو کې په لومړي ځل دومره لوی عمليات وشول چې په ترڅ کې یې ۱۱ کيلو چرس، ۹۲ کيلو ايفيډين او ۱۶ کيلو ایيس نيول شوي دي.