مراکش کې مرګونې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۲۲ ته رسېدلی

په مراکش کې د زلزلې له کبله د ویجاړیو شویو ودانیو پاتې شونې. د سیمې دوه اوسېدونکي د خپلو ویجاړو شویو کورونو تر څنګ لیدل کېږي.

په مراکش کې د جمعې ورځې د زورورې زلزلې په نتیجه کې د مړو شمېر پرون یکشنبه ۲۱۲۲ ته ورسېد.

په دغه هېواد کې ژغورونکي لا هم تر نړېدلو ودانیو لاندې په نورو ژوندیو پاتې شویو کسانو پسې د پلټنې عملیات پرمخ بیايي، خو په ځینو غرنیو سیمو کې د دوی کارونه له خنډ سره مخامخ شوي دي.

اټکل کېږي چې د مړو او ټپیانو شمېر به لا پسې زیات شي.

د مراکش د کورنیو چارو وزارت د پرونیو شمېرو له مخې، په دې زلزله کې د ټپیانو شمېر ۲۴۲۱ ته رسېدلی دی.

تېره شپه هم د مراکش په مراکش نومې سیمه کې خلکو په خلاصه فضا کې تېره کړه.