د اسراییل رسنۍ: روسیې ته د ایران د میزاییلو ورکولو هڅې شنډې کړای شوي

ایراني میزاییل

د اسراییل یوې ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسراییل د استخباراتي ادارې مشر پرون ویلي، د ایران له‌خوا روسیې ته د میزاییلو د ورکولو هڅې شنډې کړای شوي دي.

د ټایمز اف اسراییل له راپور سره سم د موساد ادارې مشر ډیویډ بارنیا په اسراییل کې د تروریزم ضد کلني کنفرانس ته په وینا کې دا توضیحات ورنه کړل چې د میزایلو ورکولو دغه هڅې څنګه او د چا له‌خوا ټکنۍ شوې دي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي: "زه داسې احساس کوم چې ډېر ژر به نورې موافقې هم شنډې شي."

روسیې د میزاییلو په ګډون د نورو مهماتو ترلاسه کولو لپاره د ایران او شمالي کوریا په څېر متحدانو ته مخه کړې ده.

د لوېدیځ بندیزونو د روسیې د محلي تولیداتو د سرعت مخه نیولې ده.

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون په راروانو ورځو کې روسیې ته سفر وکړي او احتمالاً هلته به د وسلو په اړه یوه موافقه هم لاسلیک کړي.

د دې تر څنګ ایران د شاهد په نوم په سلګونو بې پېلوټه الوتکې روسیې ته ورکړي چې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو په بمباریو کې کارول شوي دي.