آی او ایم: ۷۹ سلنه افغانان کافي د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري

ارشیف

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آی او ایم' وایي، په هرات ولایت کې یې ټیمونو د اوبو شل لاسي بمبې رغولې چې کولای شي له لس زره زیاتو کسانو ته پاکې اوبه برابرې کړي.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس ويلي چې ۷۹ سلنه افغانان کافي د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان که څه هم نه دي ویلي چې دغه بمبې یې د هرات په کومو سیمو کې رغولې خود نذیر په نوم د هرات د یوه اوسېدونکي څرګندونې یې هم رااخیستي چې ویلي یې دي: "اوس کولای شو چې اوبه راوباسو، پرته له دې چې تر تېز لمر لاندې په اوږدو کتارونو کې ودرېږو."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د تېرې زمري میاشتې په پیل کې ویلي وو چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۵ یې د وچکالۍ له سختو شرایطو سره مخ دي او دا هېواد د اقلیم د بدلون له پلوه د نړۍ له لسو تر ټولو زیانمنونکو هېوادونو څخه دی.