د تورخم دروازې د تړلو دوام؛ افغان سوداګر: تازه مېوې او سبزیجات په خوسا کېدو دي

ارشیف: د پولې دواړ لوریو ته لسګونه موټرې د دروازې د خلاصېدو شېبې شمري

نن پنځمه ورځ هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده او افغان سوداګر وايي، د دوی بار کړې تازه مېوې او سبزیجات په خوسا کېدو دي.

د تورخم په بله غاړه کې هم ګڼ موټرونه چې په بېلابېلو مالونو بار دي، افغانستان ته د اوښتو په تمه دي.

د لارۍ یوه چلوونکي کامران د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل: "سمنټ مو رابار کړي چې جلال اباد ته یې یوسو، لار بنده ده، پنځمه ورځ مو ده چې ناست یوو. تکلیفونه زیات دي، د اوبو ستونزه شته، په سودا پسې د جم بازار ته ځو. ځینو کسانو چې ترکاري بار کړې وه، خپل موټرونه یې تش کړل او بېرته لاړل."

د تورخم دروازه تېره چهارشنبه وروسته له هغې وتړل شوه چې د پاکستان د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي: "د پاکستان لخوا د تورخم دروازې تړل او پر افغان ځواکونو ډزې د ښه ګاونډيتوب له اصولو سرغړونه ده."

که څه هم هر لوری د ډزو د پیل ملامتي پر بل لوري اچوي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي لومړی د پاکستاني ځواکونو له خوا پر افغان سرحدي ځواکونو داسې مهال ډزې وشوې چې افغان ځواکونه د یوې پخوانۍ امنیتي پوستې چې کلونه وړاندې جوړه شوې وه، په ترميم بوخت وو.

تر دې مخکې هم پر تورخم دروازه ورته لانجې راغلي چې تړل کېدو یې تر ډېره افغان سوداګر زیانمن کړي دي.