د مراکش خلک د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره ویر کوي

د وروستیو رسمي شمېرو له مخې په دې زلزله کې د مړو شمېر له ۲۰۱۲ څخه اوښتی او د ټپیانو شمېر څه باندې ۲۰۵۹ ته رسېدلی دی.

په مراکش کې خلک نن یکشنبه د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره ویر کوي.

د جمعې ناوخته د ریښتر په مقیاس شپږ اعشاریه ۸ درجې یوې زلزلې د مراکش په نوم د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې یوه سیاحتي سیمه او شا و خوا کلي ولړزول.

د وروستیو رسمي شمېرو له مخې په دې زلزله کې د مړو شمېر له ۲۰۱۲ څخه اوښتی او د ټپیانو شمېر څه باندې ۲۰۵۹ ته رسېدلی دی.

د ډېرو ټپیانو وضعیت خراب ښوول شوی دی.

مرستندویې او ژغورونکې ډلې په نورو ژوندیو پاتې شویو کسانو پسې چې تر نړېدلو ودانیو لاندې راګیر پاتې دي، د پلټنې عملیات کوي.