د سالنګ لویه لاره به سر له ننه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي

ارشیف: د سالنګ د لویې لارې یوه څنډه

د هېواد په شمال کې د سالنګ لویه لاره به له نن څخه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست چې طالبان یې اداره کوي د دې کار علت د دې لویې لارې په اوږدو کې د بیارغونې د چارو پیل ښودلی دی.

د دې ادارې رییس عبدالحلیم آغا پرون ازادي راډیو ته وویل، د سالنګ لویه لاره به د یکشنبې له ورځې څخه د ټولو مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ بنده وي.

د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې چارې مخکې پیل شوې وې خو د طالبانو حکومت څو ورځې ویلي وو چې له نننۍ ورځې څخه وروسته به په تونل کې دننه د کانکرېټ اچولو چارې پیل شي.

له دې مخکې موټرو پر دې لویې لارې له دواړو خواوو څخه په نوبت سره تګ راتګ کاوه.