'جي شل' ډلې افریقايي ټولنې ته د خپل ځواکمن غړي په توګه هرکلی ووایه

د جي شل هېوادونو ځینې مشران

د نړۍ د شلو پرمختللو هېوادونو یا جي شل ډلې پرون افریقايي ټولنې ته د خپل ځواکمن غړي په توګه هرکلی ووایه.

دا اقدام د افریقا لپاره یو لوی پرمختګ دی ځکه له پنځوسو زیات هېوادونه یې په نړیوال ډګر کې د ځانونو لپاره د یوه مهمې ونډې په لټه کې دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پروسږ کال په جي شل ډله کې د افریقايي ټولنې د غړیتوب په اړه ویلي وو چې تراوسه ډېره موده ورته په کار ده.

د هند صدراعظم نریندرا مودي د جي شل ډلې په پرونۍ غونډه کې چې هند یې کوربه دی، د افریقايي اتحادیې رییس علي عسوماني ته غاړه ورکړه او ویې ویل چې له دې پرمختګ څخه خوشاله دی.