طالبان د سالنګ لویه لاره د هرا راز تګ راتګ پر مخ تړي

ارشیف: د سالنګ د لویې لارې یوه څنډه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس عبدالحلیم اغا د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د سالنګ لویه لار به سر له سبا یکشنبې د هر ډول مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ تر نامعلوم وخت پورې وتړل شي.

د سالنګونو د تړل کېدو علت د دې لویې لارې بیارغونه ښودل شوی ده.

تر دې مخکې د شپې له خوا موټرو په نوبت له دې لارې تګ راتګ کاوه.

د سالنګ لویه لاره یوازېنۍ لار ده چې د افغانستان مرکز له شمال سره نښلوي.