مراکش کې مرګونې زلزله؛ د مړو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو واوښت

په زلزله کې تاریخي سیمو ته هم زیانونه اوښتي دي.

په مراکش کې د زورورې زلزلې د قربانیانو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو واوښت.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا شمېرې د مراکش د کورنیو چارو وزیر اعلان کړې او ویلي دي چې څه باندې ۶۷۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د ځمکپېژندنې ادارې ویلي، د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه اته و چې د شپې یولس بجې شوې ده.

د راپورنو پر بنسټ، په زلزله کې د مراکش تاریخي ښار ته هم زیان رسېدلی دی.