چارواکي: ښایي امریکا اوکراین ته د لرې واټن ویشتونکو توغنديو سیستم ورکړي

اوکرایني ځواکونه د جګړې پر مهال

امریکایي چارواکي وایي، متحد ایالتونه به ښایي د لرې واټن ویشتونکو تاکتیکي توغنديو سیستم اوکراین ته ورکړي.

دا سیستم چې د 'اټک- ایمز' په نوم یادېږي، تر درې سوه کیلومترو پورې هدف ویشتلی شي.

دا تر امریکایي ایمرز توغندیو چې اوس اوکراین د روسیې پر ضد په جګړه کې ترې استفاده کوي، لرې واټن ویشتلی شي.

کییف له څو میاشتو راهیسې له واشنګټنه د 'اټک-ایمز' توغندیو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.