افریقایي ټولنې د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو غړیتوب ترلاسه کړ

په هند کې د جي شل غونډې یو انځور

افریقایي ټولنې، چې پنځه پنځوس غړي هېوادونه لري، نن د نړۍ د شلو سترو صنعتي هېوادونو یا جي شل غړیتوب ترلاسه کړ.

د هند صدراعظم نریندرا مودي په نوي ډیلي کې د جي شل غونډې د پرانیستو پر مهال د افریقایي ټولنې د غړیتوب هرکلی وکړ او ویې ویل چې نن د نړۍ د ستونزو د مخنیوي لپاره ګډو نړیوالو هڅو ته ضرورت دی.

د جي شل په غونډه کې د چین د ولسمشر شي جین پېنګ پر ځای د دغه هېواد صدراعظم لي کیګ یانګ او د روسیې د ولسمشر پر ځای د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف برخه اخیستې ده.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به تر ډېره د نړۍ پر اقتصادي وضعیت او اقلیمي تغییر ډېر تمرکز وشي.