په مراکش کې د زلزلې له کبله ۸۲۰ کسان مړه شوي

د مراکش چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د پلټنې د عملیاتو په ترڅ کې ښایي څرګنده شي چې نور تلفات به هم اوښتي وي.

په مراکش کې زلزلې په سلګونو کسان وژلي او په سلګونو نور یې ټپيان کړي دي.

د مراکش دولتي تلوېزیون نن د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په وینا خبر ورکړ چې د تېرې شپې د زلزلې له امله لږ تر لږه اته سوه شل کسان مړه شوي او شپږ سوه دوه اویا نور ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې ټپيان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د مراکش چارواکو اندېښنه څرګنده کړې چې د پلټنې د عملیاتو په ترڅ کې ښایي څرګنده شي چې نور تلفات به هم اوښتي وي.

د امریکا د متحد ایالتونو د زلزلې پېژندنې ادارې په وینا، دا زلزله د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه اته درجې وه.