په هند کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو سرمشریزه پرانیستل کېږي

په هند کې د جي شل یا د شلو سترو صنعتي هېوادونو بیرغونه

د نړۍ د شلو صنعتي هېوادنو سرمشریزه نن د هند په پلازمېنې نوې ډیلي کې پرانیستل کېږي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر جوبایډن په شمول یو شمېر مشران پرون ډیلي ته ورسېدل.

د چین ولسمشر شي جین پېنګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دې غونډې ته نه دي ورغلي.

روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف په مشرۍ پلاوی ورلېږلی او د چین د پلاوي مشري د دغه هېواد صدراعظم لي یانګ کوي.

د روسیې او چین د ولسمشرانو د نه ګډون علت نه دی څرګند شوی.

د جي شل یا د شلو سترو صنعتي هېوادونو په سرمشریزه کې به د نړۍ پر اقتصادي وضعیت او اقلیمي تغییر ډېر تمرکز وشي.