ملګري ملتونه: ښايي ټوله نړۍ کې تر ۱۲۹ میلیون نجونې او ښځې له ښوونځیو پاتې شي

ارشیف: په افغانستان کې د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې. طالبانو په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو دروازې تړلې دي.

د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې راغلي، ښايي په ۲۰۲۳ کال کې ټوله نړۍ کې تر ۱۲۹ میلیون نجونې او ښځې له ښوونځیو پاتې شي.

په دغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځې خپور شوي په کې ویل شوي، د پوهنې، روغتیا او کارموندنې په برخو کې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د ژور تبعیض له کبله ملګري ملتونه نه شي کولی تر ۲۰۳۰ کاله پورې د جنیستي برابرۍ هدف ته ورسېږي.

دا راپور د ملګرو ملتونو د ښځو او د اقتصادي او اجتماعي برخو له‌خوا په ګډه چمتو شوی دی.

وړاندې راغلي، د نړیوالو له هڅو سره سره دوی په نړۍ کې مساواتو ته د لاسرسي په برخه کې پاتې راغلي دي.

له دې وړاندې ملګرو ملتونو په ځلونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې پرېږدي افغاني نجونې ښوونځيو ته لاړې شي.

طالبانو ظاهراً ویلي، د ښځو د زده کړو مخالف نه دي، خو د دوی په خبره په اوس وخت د ښځو زده کړې ته شرایط مساعد نه دي.

خو یو شمېر بیا دا یوه پلمه بولي او وېره لري چې طالبان د خپلې تېرې واکمنۍ په څېر یو ځل بیا پرې‌نه‌ږدي چې افغان نجونې ښوونځيو ته لاړې شي.