ملګري ملتونه له افغان مېرمنو سره د سواد په زده‌­کړه کې مرسته کوي

ارشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی له بېځایه شویو او زیانګالو افغان مېرمنو سره د سواد په زده‌­کړه کې مرسته کوي.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن جمعه د سواد نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ایکس شبکه کې لیکلي، دوی هڅه کوي بېځایه شوې افغان مېرمنې د لیک لوست مهارتونه زده او پر ځان باور ترلاسه کړي.

دغې ادارې د یوې زده کوونکې وینا هم خپره کړې چې ویلي یې دي: "سواد ما ته هیله رابخښي."

نن د سپټمبر میاشتې اتمه د سواد نړیواله ورځ ده او له ۱۹۶۷م کال راهیسې هر کال د سواد د ودې او پراختیا لپاره په بېلابېلو شعارونو سره نمانځل کېږي.