د ناټو سرمنشي: اوکرایني سرتېرو د روسي ځواکونو پر وړاندې پرمختګونه کړي

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي وايي چې اوکرایني ځواکونه توانېدلي د روسیې له دفاعي کرښو واوړي او د روسي ځواکونو پر وړاندې په خپلو ځوابي عملیاتو کې پرمختګونه وکړي.

ینس سټولټنبرګ پرون پنجشنبه د اروپايي ټولنې قانون جوړوونکو ته په خبرو کې وویل چې د اوکراین ځواکونه د روسي پوځیانو په وړاندې ورو ورو مخ ته ځي او دا د ناټو د ملاتړ اهمیت او له اوکراین څخه د ناټو د ملاتړ لېوالتیا په ډاګه کوي.

د روسي ځواکونو پر خلاف د اوکراین ځوابي عملیات د روان کال په جون میاشت کې پیل شول.