شمالي کوريا د اټومي وسلو د توغولو لپاره يو اوبتل جوړ کړی

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون دا د امریکا متحدو ایالتونو او د هغو د اسیايي متحدانو په وړاندې د مبارزې لپاره په اټومي وسلو د سمبال سمندري ځواک جوړولو په هدف حیاتي هڅه وګڼله.

شمالي کوریا نن وویل چې د څو کلونو په نتیجه کې یې داسې یو اوبتل جوړ کړی چې اټومي حمله ورڅخه کېدای شي.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون دا د امریکا متحدو ایالتونو او د هغو د اسیايي متحدانو په وړاندې د مبارزې لپاره په اټومي وسلو د سمبال سمندري ځواک جوړولو په هدف حیاتي هڅه وګڼله.

د شمالي کوریا دولتي اژانس د خبر له مخې دغه اوبتل، د اوبو له لاندې د تاکتیکي اټومي وسلو د توغولو لپاره ډیزاین شوی، خو دا یې نه ده مشخصه کړې چې څو میزاییلونه لېږدولی او توغولی شي.

بلخوا د جنوبي کوریا چارواکو په دې اړه شک ښودلی چې دغه اوبتل دې هغسې چې شمالي کوریا وايي، کار ورکړي.