او آی سي: باید ټولو افغان نجونو او هلکانو ته د زده کړو حق ورکړل شي

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

د اسلامي همکارۍ سازمان افغانستان ته د خپل پلاوي له سفره وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې باید ټولو نجونو او هلکانو ته د زده کړو حق ورکړل شي.

د اسلامي همکارۍ سازمان پلاوي د افغانستان د سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د پوهنې، لوړو زده کړو، کورنیو چارو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل.

په دې پلاوي کې د دغه سازمان مرستیال شیخ عزام، د افغانستان لپاره ځانګړی استازی طارق علي بخیت او همداراز د ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، اردن، مالیزیا، او څو نورو اسلامي هېوادونو دیني عالمان شامل وو.

د اسلامي همکارۍ سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي چې د دوی پلاوي طالب چارواکو ته وریاده کړې چې ټول اسلامي علما په دې برخه کې د نظر یووالی لري چې زده کړه د ښځو او نارینه وو حق او مسوولیت دی.