د کاناډا د خبریالانو یوه ټولنه: د زیانګالو افغان خبریالانو د لېږد بهیر ټکنی شوی

کاناډا ته رسېدلي يو شمېر افغان کډوال

په کاناډا کې د بشري حقونو لپاره د خبریالانو ټولنه وايي چې د اوکراین د جګړې په شمول نړیوالې شخړې سبب شوي چې له افغانستان څخه د زیانګالو خبریالانو د لېږدولو بهیر ټکنی شي.

د دې ټولنې په وینا، لا هم زرګونه خبریالان په افغانستان کې بند پاتې دي او یا هم په ګاونډیو هېوادونو کې بې برخلیکه اوسي.

په کاناډا کې د بشري حقونو لپاره د خبریالانو د ټولنې اجرايیه رييسې ریچل پلیفر دا وضعیت ناوړه بللی خو په عین حال کې یې ویلي چې په داسې شرایطو کې د زیانګالو خبریالانو انتقال اسانه کار نه دی.